په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه:

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۹:۳۲
چندخبر کوتاه از فعالیت های معارف در مرکز و ولایات

کاپیسا:
د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست د ساینس مرکز غړو د دغه ولایت د اله سای ولسوالۍ د حیات الله، سید آغا شهید، سید حسین شهید او سلطان خېلو لیسو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د دغو لابراتوارونو له شته امکاناتو څخه دې په سمه توګه د زده کوونکو د سویې د لوړولو لپاره ګټه واخیستل شي.
کابل:
د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ د پوهنې د ښوونیز څارنې آمرینو له خپل یوه پلاوي سره د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د څارنې په جریان کې د ښوونځیو د شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال د یادو ادارو له مسوولینو وغوښتل چې له کتابتون، لابراتوار او نورو اسانتیاوو څخه په دغو ښوونځيو کې د زده کوونکو د ښې زده کړې لپاره  ډېره ګټه پورته کړي.
په یو بل خبر کې:
د کابل ولایت د پوهنې ریاست د مسؤلینو د غوښتنې پر بنسټ، شفیق الله ناصري د استالف ولسوالۍ د پوهنې د ښوونیز څارنې د آمر په توګه او د استالف د ښوونیز څارنې مخکنی آمر مولوي حزب الله حقاني د شکردرې ولسوالۍ د ښوونیز څارنې د آمر په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ.
غزني:
د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور په دغه ولایت کې د پاملرنې موسسې له مسوولینو سره وکتل.
 د غزني د پوهنې رئيس له يادې ادارې سره د هر ډول مرستو د ژمنې په ترڅ کې د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې ټولې ستونزې او اړتياوې د يادې ادارې له مسوولينو سره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د هغوى د پاملرنې غوښتنه وکړه. چې د هغوی له خوا د تایید وړ وګرځېده.
خوست:
په خوست ولایت کې د یونیسف دفتر په دغه ولایت کې د ۱۲ ښوونځيو ودانۍ جوړوي. په همدې موخه د خوست د پوهنې رياست د غونډو په تالار کې د دې رياست مسوولينو د پوهنې له مسوولينو او ځايي خلکو سره غونډه وکړه او له هغوى يې وغوښتل، چې د دې پروژې د پرمختيا او اغېزمنتيا په برخه کې له يونيسف سره مرستې وکړي.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي شهاب الدين ثاقب په هرات کې د افغان ترک لېسې له علمي، فرهنګي او ښوونيز نندارتون څخه د ليدنې په ترڅ کې د يادې لېسې د زده کوونکو د نوښتونو د ستاينې په ترڅ کې یې وويل، چې د دا ډول نندارتونو جوړېدل د زده کوونکو د علمي سویې د لوړولو لپاره ډېره مرسته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS