پروان ولایت کې د پوهنې د ریاست اړونده څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو
پوهنې وزارت، پروان: په یاد ولایت کې د آزموینې دا بهیر، پروان پوهنتون کې د دې ولایت د مشرتابه، د پوهنې رئیس او د پوهنتون د چارواکو په شتون سره، پیل شو.
د هغې غونډې په پیل کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د پروان پوهنتون رئیس وویل: د ولسمشر د حکم پر اساس د پینځو کلونو په موده کې به ټول څوارلسم پاسه ښوونکي لیسانسه شي،وروسته د ولایت د مقام مرستیال شاه ولي شاهد، د یاد ولایت د پوهنې له رسیاست نه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې دا آزموینه به د ښوونکو د وړتیا لوړونې او د پوهنیز سیستم په برخه کې ګټوره ثابته شي.
تر دې وروسته د پروان ولایت د پوهنې رئیس ښاعلي عبدالظهور حکیم زیاته کړه: په اوسني وخت کې اړینه ده چې ښوونکي خپله تحصیلي کچه لوړه کړي.
وروسته د محصلانو د چارو مرستیال، ښاغلي محمد ظریف مهرزاد زیاته کړه: په اوسني پړاو کې به ۶۰۰ تنه څوارلسم پاس ښوونکي د آزموینې په بهیر کې ګډون وکړي او آزموینه به یې نن واخیستله شي، پاتې نور ښوونکي به د پوهنې په ریاست کې خپل تحصلي اسناد بشپړ او په راتلونکو پړاونو کې به ګډون وکړي.نوموړي زیاته کړه، د پروان پوهنتون په اوس وخت کې د ۶۰۰ ښوونکو د منل وړتیا لري.