له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۱:۵۳
بیسش

نورستان
د يوې غونډې په ترڅ کې د نورستان د واما ولسوالۍ ولسوال مولوي مصباح الدين حيدري او د دې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د دغه ولايت د پوهنې د رئيس تاج محمد مطمين له پروګرامونو او فعاليتونو خپل ملاتړ څرګند کړ او د پوهنې وضعيت يې د ستایلو وړ وباله.. ښاغلي مطمین د سیمې د خلکو له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د لا زیاتو فعالیتونو ژمنه وکړه.

ننګرهار
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین شیخ سخاءالله سعید د ننګرهار د پوهنې له رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني سره وکتل. په دې کتنه کې د ننګرهار پوهنې رئیس د یاد ولایت د پوهنې د لاسته راوړنو، فعالیتونو، برنامو او پرمختګونو په باب معلومات ورکړل او د ستونزو په حل کې یې د مرستو غوښتنه وکړه. د ښوونې او روزنې معین د ننګرهار د پوهنې ریاست د ښو کړنو د ستاینې ترڅنګ د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

بلخ
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخېل او ورسره ملګري پلاوي د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب ریاست له مسوولینو سره وکتل. د پوهنې وزارت پلاوي وویل، بلخ ته یې د سفر موخه په دغه ولایت کې د درسي کتابونو د کیفیت او کمیت څېړل دي. د بلخ د پوهنې رئيس د دغه رياست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې له ياد شوي پلاوي سره مرسته وکړي.

هرات
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني او د پوهنې د کارکوونکو يوې لويې ډلې په دغه ولايت کې د نيالګيو ايښودلو د کمپاين له پيل وروسته په دغه ولایت کې یې د مختلفو ګلانو او ونو د تخمونو د کرلو په موخه له نورو دولتي ادارو سره یو ځای یو ګډ کمپاین پیل کړ.

کندهار
د کندهار ولايت د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسسې استازي محمد کريم کمال د دغه ولايت د پوهنې له رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي سره په ليدنه کې د ياد پوهنتون د پروګرامونو او فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به د پوهنې کارکوونکو ته روزنيز او روزنیز برنامې برابر کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

BACK TO NEWS