له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۹:۴۴
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.
  • میدان وردک

د میدان وردکو ولایت یو تن خیرخواه شخصیت داکتر زرجان په خپل شخصي لګښت یې د عمر ولي لېسې لپاره کمپیوټر لب او یوه دفتري خونه جوړه کړه.
د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو له نورو ملي شخصیتونو څخه هم وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

  • کاپیسا:

 د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال خان آغا هارون د نجراب ولسوالۍ د غازي عبدالجمیل عالي لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.

  • لغمان:

د شانتي رضاکارانو موسسې مسوولینو د لغمان ولایت د پوهنې له ریس مولوي شاه جهان ساجد سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د عامه کتابتون د جوړولو په اړه ورسره خبرې وکړې.

  • همدارنګه:

د لغمان ولایت د پوهنې ریس مولوي شاه جهان ساجد د ګمین نجونو ښوونځي له اداري چارو، د زده کوونکو د عملي سویې او د دغه ولایت د ښځینه ښوونکو د تدریس میتودونه یې وڅېړلې او مسوولینو ته یې د تدریس په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

  • بلخ:

د بلخ ولايت د پوهنې ريس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د دغه ولايت له والي مولوي محمد داوود مزمل سره په کتنه کې د دغه ولايت د پوهنې ستونزې یې ورسره شريکې کړې او د دغه ولايت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
 د بلخ والي له دغې مهمې ادارې سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

  • لوګر:

د لوګر ولایت د پوهنې ریس مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه محمد اغې ولسوالۍ ته سفر کړی، چې د دې والسوالۍ د پوهنې آمریت له مسوولینو سره یې وکتل او د هغوی نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل. او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې
له همدې ولایته یو بل خبر په ډاګه کوي:
د پوهنې په برخه کې د خپلو مرستو په دوام دا ځل د سیمې خلکو د دغه ولایت د شش قعله ښوونځي بامونه یې کاګل، درسي ټولګي یې جوړې، دیوالونه یې رنګمالي او د بریښنایي وسایلو د چمتو کولو په موخه یې نقدي مرستې هم وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS