له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
بغلان
د بغلان ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي او ورسره پلاوي د دې ولایت د مرکز اړوند د زمانخېلو د هلکانو او نجونو ښوونځیو ته ولاړ، په دې کتنه کې یې د یادو ښوونځیو اداري او تدریسي چارې وڅارلې او همدارنګه د ښوونکو د درسي پلانونو، مېتودونو، د زده کوونکو حاضري او له یو لړ نورو ښوونیزو مسایلو څخه یې څارنه وکړه .
د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د پوهنې له رئیس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
ارزګان
د اروزګان ولایت د پوهنې رئیس الحاج کامران آخندزاده او ورسره مل پلاوي د سیدال خان ښوونځي له مسوولینو سره د اداري او تدریسي اسنادو د کتلو په موخه اصلاحي مشورتي ناسته وکړه او له ښوونکو یې وغوښتل چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او د هېواد د ځوانانو او ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅي وکړي.
کندز
د امیرالمؤمنین د احکامو او فرمانونو د تطبیق د څارنې ولایتي کمیټې مسوول مولوي شفیع الله نعماني له دولتي ادارو څخه د لیدنو او کتنو په لړ کې د کندز ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل. او د کندز پوهنې ریاست ته د استول شويو فرمانونو او احکامو د تطبیق په باب بحث او خبرې وکړې.
د کندز ولایت د پوهنې رئیس د ا. ا د مشرتابه د فرمانونو او احکامو او د پوهنې وزارت د مشرتابه د پرېکړو د عملي کېدو په باب اداري پلاوو ته ډاډ ورکړ.
بلخ
د مزار شریف ښار په ګډون د بلخ ولايت د څوارلسو ولسواليو د سواد زده کړې د مديرانو نوبتي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سواد زده کړې پر فعالیتونو او لاسته راوړنو خبرې وشوې.
له همدې ولایته یو بل خبر؛
د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو په څو جلا جلا ګروپونو کې د مزارشریف ښار او کلیو او همدارنګه په دهدادي، بلخ، شورتپې، مارمل، چهاربولک ولسوالیو کې د سواد زده کړې له یو شمیر ټولګیو څخه څارنه وکړه. او هغوی ته یې د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه لازمې لارښوونې وکړې.
