له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۸:۵۳
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

هلمند

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره پلاوي د یوه کاري سفر په موخه هلمند ولایت ته لاړ.
  د پوهنې سرپرست وزیر د دغه ولایت له یو شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو څخه په لیدنه کې د ښوونځیو او دیني مدارسو ترمنځ د همغږۍ او متقابلو همکاریو د رامنځته کېدو او د دغه ولایت د پوهنې د وضعیت د ښه والي په برخه کې له ترسره شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه.
د هلمند ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هلمند ولايت د پوهنې رياست يو شمېر ستونزې او وړانديزونه یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريک کړل او د حل غوښتنه يې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر په جریان کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر په دغه ولایت له یو شمېر علماوو، مخورو سپین ږیرو او مشرانو سره هم له نږدې وکتل.

کاپیسا

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخا‌ء الله سعید او ورسره پلاوی د نوي تعلیمي کال په پیل کې کاپیسا ولایت ته د دغه وزارت د پلانونو او لارښوونو د عملي کولو او د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې  د ښوونکو د استخدامولو پروسې د څارنې په موخه کاپیسا ولایت ته ولاړ.
د ښوونې او روزنې معین د دغه ولایت د پوهنې ریاست د کړنو د ستاینې پرمهال د پوهنې له کارکوونکو وغوښتل، چې د پوهنې د نظام د پرمختګ او هوساینې په برخه کې له شته فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړي.
د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني په دغه ولايت کې د پوهنې وزارت معین ته د ښه راغلاست تر څنګ د کاپيسا ولايت د پوهنې د پرمختګونو او ننګونو په باب هر اړخيز راپور وړاندې کړ.

غزني

د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد آغا او ورسره پلاوي د دغه ریاست له ټولو شعبو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې یې له نږدې وڅېړلې.
 نوموړي د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ښوونځیو د اداري او تدریسي ستونزو د څېړلو په ترڅ کې یې له مسوولینو سره ناسته وکړه او د پوهنې د لا ښه والي او پرمختګ په موخه یې هغوی ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

کابل

د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري سید مقدس یعقوبي له خپل کاري ټیم سره یو ځای د نغلو د نمبر ۱  او  نمبر ۲  نجونو لیسې او منځي ښوونځي څخه او همدارنګه د دې ولسوالۍ د مرکزي دارالحفاظ له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه. د يادې ولسوالۍ د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسوولينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

غزني

د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي میر نصیر احمد آغا په دغه ولایت کې د OCCD د سیمه ییز دفتر او د سویډن کمېټې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته یې د پوهنې وزارت د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
د يادو دواړو ادارو مسوولينو د غزني د پوهنې رياست له مرستو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د تېر په څېر به د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS