له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۹:۲۴
oiuyt

بلخ:
د بلخ د پوهنې ریاست د اداري چارو د څارنې او ارزونې په موخه د پوهنې وزارت د بشري سرچینو عمومي رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي او د پوهنې وزارت د تفتیش عمومي رئیس الحاج مولوي صابر المعتصم باالله دغه ولایت ته تللي دي.
په لومړي سر کې یې د بلخ د پوهنې د ریس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل او نورو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال په یاد ریاست کې یې د اسلامي امارت د اصولو او مقرراتو پر عملي کېدلو ټینګار وکړ.
هرات:
د "امید" د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې تر نامه لاندې د ۲۵ ښوونځیو د ۳۰ ورزشي ټیمونو د فوټسال کپ پای لوبه د هرات ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د پوهنې د مسوولینو او نورو سیمه ییزو بنسټونو په ګډون ترسره شوه.
 د دغه ولايت د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر د ورزش پر ګټو یې خبرې وکړې او ویې ویل چې سپورت کول د ځوانانو د جسمي او ذهني ودي لپاره ډېره ګټه لري او ځوانان باید د زده کړو ترڅنګ سپورت هم وکړي.
ننګرهار:
د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سيد جمال الدين افغان او شګې ياسين بابا له ښوونځيو او د دغه ولايت په حصارشاهي کمپ کې د رودات هلکانو له لېسې څخه یې ليدنه وکړه.
نوموړي زده کوونکو ته د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او همدا ډول د یادو ښوونځیو له اداري او تدریسي چارو څخه هم څارنه وکړه.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د سویډن کمیټې په مالي او تخنیکي مرستو د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د قلعتک د نجونو ښوونځي او د الیشنګ ولسوالۍ د قلعه انجیل هلکانو د ښوونځي د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. .
د لغمان والي الحاج زين العابدين عابد او د دغه ولايت د پوهنې رئيس مولوي شاه جهان ساجد د يادې ادارې له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ د لغمان د پوهنې د زيربناوو په جوړولو کې له مرستندویو بنسټونو څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
لوګر:
د IRC موسسې مسوولینو د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت د ښوونځیو ۱۷۰ نارینه او ښځینه ښوونکو ته د درسي پلان د جوړولو، تدریسي مېتودونو، د زده کوونکو د ښې روزنې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د ځان ساتلو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه یوولس ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS