له ولایاتو څخه د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۰:۲
ثیبل

ننګرهار:
د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ له یو شمېر دیني مدارسو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د يادې ولسوالۍ د مدارسو اداري او تدريسي ستونزې یې وڅېړلې او د لا سمون په موخه يې اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
سرپل:
د سرپل ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني وايي: د پوهنې له وزارت سره د شوي هوکړه لیک له مخې د يونيسف سیمه ییزې ادارې د دغه ولايت د پوهنې له رياست سره د ٤٠٧ زره او ٢٣٣ سوه ټوکه درسي کتابونو مرسته کړې، چې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې شامل دي.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د پوهنې رئيس مولوي محمد فريد حقاني له خپلو کارکوونکو سره اداري غونډه وکړه او د دغه رياست د يو شمېر کارکوونکو دندې يې وارزولې.
نوموړي د کاري لاسته راوړنو او ننګونو په اړه د خبرو پرمهال د يادو کارکوونکو د کړنو او دندو ستاینه وکړه.
کندهار:
د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمر حاجي محمود له خپل ټيم سره د ويان له لومړني ښوونځي څخه ليدنه وکړه او د يادې ښوونځي له مدير او ښوونکو سره يې د ښوونې او روزنې د ښه والي په باب خبرې وکړې او د يادې ښوونځي اداري او تدريسي اسنادونه يې وڅېړل.
کندهار:
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د څارنې پلاوي کندهار ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو سره په همغږۍ د صوفي صاحب له لېسې څخه لیدنه وکړه او د تدریسي معیارونو د ښه والي په موخه یې د یادې لیسې له زده کوونکو څخه د علمي کچې او درسي ارزونې ځینې شفاهي پوښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

BACK TO NEWS