له ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه
خوست:
د خوست د پوهنې ریاست مسوولین وايي: د یونیسف د سیمه ییزې ادارې په مالي مرسته یې د عبدالحی حبیبي، شیخ امیر او څړبن د لیسو ادارو ته یې د ورزشي وسایلو او لوازمو مرسته وکړه.
د يادو شويو وسايلو د ويش موخه په ځوانانو کې د سپورټ د فرهنګ وده، ورزش ته د زده کوونکو هڅول او د هغوى د روغتيا ساتنه ده.
لغمان:
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړو د بابا صاحب په سیمه ییز کمپ کې د سیمه ییزو ښوونیزو ټولګیو له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه وکړه او د زده کوونکو د تعلیمي چارو د لا ښه والي په باب یې له مسوولینو سره خبرې وکړې.
نیمروز:
د صحیح بخاري شریف د تشریح او توضیح د ختم مراسم د دې ولايت په جهادي مدرسه کې د نيمروز ولايت د پوهنې رياست د رئيس او رهبري پلاوي، ديني عالمانو او قومي مشرانو په شتون کې او د دې ولایت د والي مولوي نجيب الله رفيع ولي په حضور کې ترسره شول.
په دې پرتمینه غونډه کې د حدیثو له دورې څخه ۷۷ تنو فارغانو ته سندونه ووېشل شول او هر یوه ته یې مبارکي وویل شوه.
ننګرهار:
جیک موسسې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د دغه ولایت په ۷ والسوالیو کې تر خپل کنترول لاندې د سواد زده کړې د ټولګیو لپاره د نویو ښوونکو د استخدام او ګمارنې په موخه د ازادې سیالۍ لړۍ پیل کړه.
په دې بهیر کې ټولټال ۶۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې ۲۱ یې ښځې وې.
کندز:
د کندز ولايت د پوهنې ريس مولوي محمد اسماعيل ابواحمد وایي: د پوهنې وزارت په دې وروستيو وختو کې د دغه ولايت د پوهنې رياست ته له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د زده کوونکو لپاره شپږ سوه زره ټوکه درسي کتابونه استولي دي. نوموړي وويل، د کتابونو په وېشلو سره به د دې سيمې د زده کوونکو ستونزې هوارې شي.
