د کنړ د پوهنې ریاست اړوند د محلي ټولګیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۲۰
د کنړ د پوهنې ریاست اړوند د محلي ټولګیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ ولایت د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې له لوري، خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او نورګل ولسوالیو د پوهنې امریتونو اړوند محلي ټولګیو ته د درسي موادو کیټونه ووېشل شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه، د پوهنې رییس مجیب الرحمن، مولوي نجیب الله حقیار، نرنګ د پوهنې امر احسان الله، د څوکۍ د پوهنې امر او د (Save The Children) نړیوالې مؤسسي د تعلیمي برخې مسؤل تکبیرالله عزیزي برخه اخیستې وه.

د پوهنې رییس استاد مجیب الرحمن همدرد د (Save The Children) نړیوالي اداری نه مننه وکړه زیاته یی کړه: چې (Save The Children) نړیواله مؤسیسه د پوهنې ریاست سره په همغږۍ او ګډ کار کوې، ترڅو هغه ماشومان چې د داخلي جنګونو له امله راکډه شوي او یا هغه ماشومان چې ښوونځي ته لاس رسی نه لري هغوی ته په خپل کلي کې محلي ټولګي جوړ او د تعلیم زمېنه ورته برابره وي.

د پوهنې رییس زیاته کړه چې د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې د پوهنې ریاست د نظارت لاندې په څلورو ولسولیو کې ۱۰۰ محلي ټولګي جوړ کړې، چې پکې ۳۶۷۵ تنه نجوني او هلکان زده کړي کوي.

په یادو مراسمو کې مولوي نجیب الله حقیار او د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې د د تعلیمي برخې مسؤل تکبیرالله عزیزي هم خبرې وکړې او دغه پروګرام يې د بې ځای شوو ماشومانو لپاره ډېر اړین وګڼو او غږ یې وکړ، چې له دغه فرصت څخه سمه ګټه واخئ، ترڅو د تعلیم په ډکر کې د نورو هېوادونو سره سیال شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۵:۴۲
Background image

ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دهسکې مېنې ولسوالۍ پاپین د نجونو لېسې د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رییس حسیب الله شینواری لخوا په داسي حال کې چې د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۸:۵۲
Background image

په بامیانو کې د کلیوالي ښوونځیو نوي ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_بامیان: په بامیانو کې کلیوالي ښوونځیو کې د نوي ګمارل شوو ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې رییس محمد ایوب امیري، د یونیسف د ښوونې او روزنې رییس محسني. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار د څلورمې تعلیمي حوزې د سولې د انجونو لیسې د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د سرپرستې میرمن رنګینه حمیدي او ورسره مل پلاوي په شتون کې کېښودل شوه.. . .

BACK TO NEWS