د کابل ښار او ولایت د ښوونکو د پنځم ا وشپږم بستونو لپاره ډلییزه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۱۲:۳۰
د کابل ښار او ولایت د ښوونکو د پنځم ا وشپږم بستونو لپاره ډلییزه ازموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت، کابل: د ښوونکو د ۷۴۰ څخه زیاتو بستونو د ډله ییزې آزموینې پروسه د وږي په ۷ د اصلاحاتو خپلواک کمیسون له خوا د پوهنې وزارت سره په همغږۍ ترسره شوه.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د ښوونکو د بستونو لپاره د آزموینې پروسې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: "دا پروسه به د شفافیت او لیاقت له اصولو سره سم پرمخ ولاړه شي."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس احمد نادر نادري په دې پروسه کې د ښځو لوی شتون یوه امیدواری وگڼله او زیاته یې کړه "د ښوونکو د ډله ییزې آزموینې په پروسه کې د برخه اخیستونکو ۶۰ سلنه ښځې دي."

په دې وروستیو کې به په ولایتونو کې د ښوونکو او اداري کارمندانو له لسو زرو ډیر پوستونه اعلان شي چي له دې جملې څخه په ۱۳ ولایتونو (ارزګان، بادغیس، بامیان، پروان، پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل، غور، فراه، کاپیسا، نیمروز او هلمند) کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون لخوا د پوهنې وزارت سره په همغږي اعلان شی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۲۰:۲۰
Background image

د ډاډګيرنۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې پخواني معين او د پوهنې وزارت  پخواني مشاور پروفيسور اسدالله محقق جهاني، د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د معارف کورنۍ علمي شخصيت شووندي صدرالدين اشرفي، د ورپيښې ناروغۍ له امله د تل لپاره خپله لار بيله کړه  او په ابدي سفر ولاړ.

( انا الله و انا اليه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۹:۲
Background image

د ډاډګيرنې پيغام

په خورا خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د هيواد پياوړې ښوونکې آغلې پروين عظيمي د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ

ميرمن عظيمي د دري. . .

BACK TO NEWS