د کابل له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۱:۵۱
د کابل له پوهنې ریاست څخه د یوې ورځې د فعالیتونو لنډ راپور

د OCCD موسسې مسوولینو د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالله عابد سره په لیدنه کې د دې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د ۵۰ سیمه ییزو او چټکو زده کړو ټولګیو د جوړولو خبره وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د يادې شوې ولسوالۍ د پوهنې آمر د يادې ادارې د دې پروژې د هرکلي ترڅنګ له دوى سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

د خاکجبار ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صلاح الدين ايوبي د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو او مدارسو له آمرینو او مديرانو سره د ليدنې پر مهال د  ۱۴۰۲ ل.ل د نوي تعلیمي کال لپاره د يادې ولسوالۍ د ښوونځيو او مدارسو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.
همدارنګه:
 د دې غونډې په جریان کې د OCCD موسسې درې تنه نوي ګمارل شوي سیمه ییز کارکوونکي د يادې ولسوالۍ د پوهنې مسوولينو ته ور وپېژندل شول.
د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولینو د دې ولسوالۍ د دولتي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو سره غونډه وکړه، د ځینو اداري اسنادونو د اجراآتو او د پوهنې د بهیر د ښه والي په اړه یې له هغوی سره خبرې او مشورې وکړې.

د پوهنې آمر مولوي شاکرالله حیدر او د کابل ولایت د چهاراسیاب ولسوالۍ د تعلیمي څارنې آمر محمد فهیم زماني د دې ولسوالۍ په اوونیزه غونډه کې ګډون وکړ او د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.

د کابل ولایت د پوهنې ریاست د رهبرۍ د پرېکړې پر اساس، د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند له دولسم ټولګي څخه  ټولو فارغو ښوونکو ته لارښوونه شوې، چې د دې ولسوالۍپه دارالمعلمین کې د خپلې علمي کچې د لوړولو په موخه نوم لیکنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

BACK TO NEWS