د پوهنې وزارت (۵)ګڼه اونیز اداري مجلس دایرشو
د پوهنې وزارت دمرکزي رئیسانو(۵)ګڼه اونیز اداري مجلس د یاد وزارت د نوي سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ دایر شو.
د یاد مجلس په پیل کې لومړی ټول معینان او مرکزي رئیسان د پوهنې وزارت سرپرست وزیر ته ور وپېژندل شول او بیا له آجنډا سره سم په موضوعاتو بحث پیل شو.
پرېکړه وشوه چې زده کوونکو ته له یو ښوونځي څخه بل ښوونځي ته د تبدیلي اخیستلو لپاره د سه پارچې ورکړه د پوهنې د ولایتي ریاستونو په صلاحیت کې ده او ولایتي ریاستونه کولای شي چې له وزارت څخه له هدایت اخیستلو پرته په اصولي توګه زده کوونکو ته سه پارچې ورکړي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د پوهنې ټولو ولایتي ریاستونو ته د یو متحدالمآل مکتوب په وسیله خبر ورکړل شي ترڅو خپل میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورونه په منظم ډول په خپل ټاکلي وخت دولایتي چارو د انسجام ریاست له لوري د پوهنې وزارت ته را ولېږي.
همدارنګه د ځینو نورو مسایلو په هکله هم بحثونه او پرېکړې وشوې.
