د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۴:۴۳
د پوهنې وزارت  له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ  د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د امانیه لېسې د غونډو په تالار کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
یاد مراسم  چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول، د ریاست الوزراء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو د ادارې د لوی ریاست رئیس شیخ نورالحق انور، د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معینیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس، د کابل ښار د دولتي ښوونځیو په استازیتوب استاد برهان الله فضلي او د خصوصي ښوونځیو په استازیتوب  استاد شمس الله ویناوې وکړې.
ټولو ویناوالو د اسلام له نظره د ښوونکي د مقام او په ټولنه کې د ښوونکي د رول په هکله تفصیلې خبرې  وکړې.
غونډې ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام هم ولوستل شو او له دې سره په څنګ کې د کابل ښار د اړوندو لېسو د ترانو ټیمونو هم  خپلې په زړه پورې ترانې واورولې.
د غونډې په پای کې دکابل ښار د پوهنې ریاست د مسئولینو په شمول، د کابل ښار  د اړوندو دولتي او خصوصي ښوونځیو (۴۴)  تنو ښوونکو ته ستاینلیکونه او د ترانو د ټیمونو غړو ته نقدي سوغاتونه  ورکړل شول.
مراسم د کابل ښار د پوهنې د رئیس مولوي احسان الله خطاب له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS