د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د فرانسې د (AFTENPOSTEN)  ورځپاڼې د ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۱ - ۱۱:۲۸
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د فرانسې د (AFTENPOSTEN)  ورځپاڼې د ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل

 د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په خپل کاري دفتر کې د فرانسې د (AFTENPOSTEN) ورځپاڼې ددووتنوژورنالیستانوآغلې(HANNE CELILIE CHRISTIANSEN) اوآغلې (MONICA STROMDAHL)  پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د نوموړیو ژورنالیستانو پوښتنې تر ډېره بریده د هیواد په تعلیمي بهیر، د نجونو په زده کړو  او اسلامي حجاب را څرخېدلې.
محترم وزیر صاحب د خپلو ځوابونو په ترڅ کې د هیواد په روان تعلیمي وضعیت لنډه رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د دیني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د نجونو او میرمنو تعلیم ته ژمن دی.نوموړي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې حجاب د اسلام مقدس دین له اصولو څخه یو مهم اصل دی او اسلامي امارت د خپل شرعي مسئولیت په بنسټ  میرمنو ته د حجاب سپارښتنه کړېده.
نوموړي زیاته کړه، چې غربي ټولنه او افغانستان په فرهنګي لحاظ یو له بل سره زیات توپیرونه لري، نو ځکه باید په زیاترو تعاملاتو کې یاد  توپیرونه په نظر کې ونیول شي او هر قضاوت د افغاني ټولنې شرایطو، ظرفیتونواو واقعیتونو ته په پام سره وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS