د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ارزګان ولایت له ښوونیز بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۴:۵۲
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ارزګان ولایت له ښوونیز بهیر څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر د هیواد ولایاتو ته د خپلو کاري سفرونو په لړ کې د ارزګان ولایت ته تشریف یووړ. هلته یې د یاد ولایت  د پوهنې له ریاست، جهادي مدرسې، دارالعلوم، دارالایتام، دارالحفاظ  او یو باب لېسې څخه لیدنه وکړه.
په دې  سفر کې محترم وزیر صاحب د یادو تعلیمي بنسټونو له مسئولینو، ښوونکو، زده کوونکو او خدماتي کارکوونکو سره له نږدې ولیدل، دهغوی وړاندېزونه او غوښتنې یې واورېدلې، له هغوی سره یې د ستونزو د حل په برخه کې د همکاري  ژمنه وکړه او هم یې ورسره خپلې اړینې لارښوونې شریکې کړې. نوموړي  په یادو تعلیمي  مرکزونو کې د خپلو لنډو ویناوو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د هیواد لیري پرتواومحروموسیمو ته د تعلیمي خدماتو غزول د پوهنې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې عملا هم کار شویدی.
د یادونې وړ ده، د پوهنې محترم وزیر صاحب  تر دې وړاندې هم د هیواد ۲۸ ولایتونو ته تشریف وړی او د یادو ولایتونو تعلیمي بهیر یې له نږدې ارزولی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS