د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین په رسمي ډول معرفي شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۶:۱۸
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین په رسمي ډول معرفي شو

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته په رسمي ډول معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر، د چارو د ادارې لوی رئیس، د پوهنې وزارت مرکزي رئیسانو، آمرینو، مدیرانو او کارمندانو برخه اخېستې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې هر مسئولیت یو امانت وباله او زیاته یې کړه چې د خوښي ځای دی چې په اسلامي امارت کې ټولې ټاکنې د تعهد او تخصص یا په بل عبارت د تقوا او کاري وړتیا په اساس سرته رسېږي. نوموړي د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین د یادې دندې د سرته رسولو لپاره یو وړ شخص وباله او نوموړي ته یې د الله تعالی له درباره د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه.
وروسته د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ مولوي نورالحق انور وینا وکړه، نوموړي یادونه وکړه چې په هر نظام کې تغیر، تبدیل او تقرر یو اصل دی او هره دنده یو امتیاز نه، بلکې یو مسئولیت دی.
ورپسې د پوهنې وزارت د نشراتو د رئیس عزیزاحمد ریان له لوري د الحاج مولوي عبدالخالق صادق ژوند لیک او د نوموړي د ټاکنې په اړه د عالیقدرامیرالمؤمنین حکم ولوستل شو.
د غونډې په پای کې الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه او په خپله وینا کې یې د اسلامي امارت او پوهنې وزارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلې دندې په صحیح ډول  اجراء کې به پوره هڅه او هاند کوي او هم یې د یادې دندې د سرته رسولو په برخه کې د وزارت د مشرتابه او نورو مسئولینو د همکاري غوښتنه وکړه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS