د پوهنې وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس په رسمي ډول معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۶:۲۸
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس په رسمي ډول معرفي شو

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوی عمومي رئیس عزیزاحمد ریان د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت مسئولینو او کارمندانو ته په رسمي ډول معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا، د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، مرکزي رئیسانو، آمرینو، مدیرانو او کارمندانو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې هر مسئولیت یو امانت او ازمویښت وباله او نوي رئیس ته یې د الله تعالی له درباره د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه.
وروسته د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید لنډې خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې تغیر، تبدیل، تنزیل او ترفیع په هر نظام کې یو اصل او د دفتر د نوي عمومي رئیس ټاکنه یې یوه پرځای او سنجول شوې ټاکنه وبلله.
ورپسې د یاد وازرت د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه، نوموړي وویل چې د دفتر ریاست د د وزارت د مقام دروازه او یو کلیدي ارګان دی او نوی رئیس یې د یاد مسئولیت د سنبالولو لپاره یو وړ شخص وباله.
وروسته د دفتر عمومي رئیس عزیزاحمد ریان په خپله وینا وکړه، نوموړي په خپله وینا کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء او د پوهنې وزارت د مقام له اعتماد څخه مننه وکړه او د وزارت له مسئولینو څخه یې د نوي ورسپارل شوي مسئولیت د اداء کولو په برخه کې د مرستې او لارښوونو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د دفتر نوي عمومي رئیس دکابل تر فتحې وړاندې د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د اداري رئیس په توګه دنده اجراء کوله. د کابل تر فتحې وروسته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د دفتر د مسئول په توګه، وروسته د پوهنې وزارت د نشراتو د رئیس او ویاند په توګه او د ۱۴۴۴هـ.ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پوهنې وزارت د مقام د دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS