د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۴۱
dxd

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار اړوندو ۲۵ بابه خصوصي تعلیمي مرکزونو درسي بهیر وڅاره. د څارنې پر مهال د تعلیمي نصاب د تطبیق، نظم او ډسپلین، د ښوونیز چاپېریال، اخلاقي وضعیت او د سیرت او صورت اړوند موارد وارزول شول او د چارو لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
 په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د مرکزي ادارو د یو شمېر کارکوونکو سیرت او صورت هم وارزول شو او هغوی ته د دیني او وظیفوي مسوولیتونو په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.
بل لور ته، د هېواد په کچه د ولایتونو د دعوت او ارشاد ادارو، د ولسوالیو پوهنې امریتونو، امارتي او خصوصي مدارسو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د دعوت او ارشاد نصاب تدریسي بهیر په منظم ډول دوام لري.
دغه نصاب د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ښوونیز چاپېریال د اصلاح او د زده‌کوونکو، ښوونکو او اداري کارکوونکو د فکري او اخلاقي روزنې په موخه وړاندې کېږي او د تعلیمي کیفیت لوړولو لپاره یې دوامداره څارنه ترسره کېږي.
د دعوت او ارشاد ریاست ټینګار کوي چې د سالم، منظم او اغېزمن ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو، د دیني او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا او د تعلیمي چارو لا ښه تنظیم لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د پادخواب‌شانه کلي په پادخواب‌شانه لومړني ښوونځي کې د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد دېوال اوږدوالی به ۱۰۰ متره او لوړوالی به یې له ۳ مترو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۲
Background image

د هلمند ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

ټاکل شوې ده، چې د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې۷۷ زره او ۴۲۰ تنو زده‌کوونکو ته، ۳ زره او ۸۷۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شي، کوم چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د زابل ولایت پوهنې ریاست مهمې لاسته راوړنې

* د زابل ولایت په ښوونیزو بنسټونو کې د شرایطو وړ ۳۰ زره ماشومان جذب شوي دي.
* د یاد ولایت په کچه ۵۰ بابه نوي ښوونځي جوړ او تأسیس شوي دي.
* د ښوونځیو د شوراګانو او سیمه‌ییزو خلکو په. . .

BACK TO NEWS