د پوهنې وزارت د بدني روزني ریاست استادان وستايل شول
څه موده وړاندې د اسلامي امارت د لومړۍ کلیزې د فتحې په وياړ د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې ریاست په مرسته د کابل ښار د ټولو لیسو د ورزشي ټيمونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې. د کابل ښار د سپورټي ټیمونو د پایلو له اعلان وروسته ګټونکي ټیم ته جايزې ورکړل شوې. چې د يادې شوې ادارې د استادانو د هلو ځلو د ستاينې په موخه د پوهنې وزارت د لومړنيو او ثانوي زده کړو د رئيس مولوي محمد اسحق حقيقي په مشرۍ يوه ستره غونډه جوړه شوه، چې د دغه وزارت يو شمېر ريسانو او يو شمېر کارکوونکو په کې ګډون درلود.
په دې غونډه کې د دغه رياست د فوټبال د ورزشي څانګې له استادانو څخه د مننې تر څنګ د ورزش پر ارزښت او د ورزش په ګټو خبرې وشوې او په پاى کې د پوهنې وزارت مسوولينو د ورزش او سپورت د پراختيا په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ. او د زده کوونکو او ځوانانو ترمنځ سپورت ته وده ورکول يې يوه ضروري موضوع وګڼله. د غونډې په پاى کې يې ټولو د ورزش استادانو ته ستاينليکونه ورکړل.
