د پوهنې سرپرست وزیرې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له رییس سره ولیدل

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۲۰:۲۹
د پوهنې سرپرست وزیرې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له رییس سره ولیدل

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د افغا نستان لپاره د سویډن کمیټې له رییس ښاغلي دانیال مدهاني سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

آغلې حمیدي د سویډن کمیټې له همکارۍ څخه چې پوهنې وزارت سره یې لري مننه وکړه زیاته یې کړه: ښوونې او روزنې ته د افغان بچیانو لاسرسی د پوهنې وزارت له موخو او لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي چې په دې لاره کې مشخص لید لوري، جامع برنامې او کلک هوډ شتون لري چې پرته له شکه د سویډن کمیټې همکاري زموږ سره په دغه سپیڅلې لاره کې ډیره اغیزمنه ثابتیږي.

ښاغلي مدهاني د پوهنې د بهیر څخه د خپل ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه: د سویډن کمیټه به د ښوونکو د وړتیا د لوړلو، د محلي زده کړو د خدماتو په وړاندې کولو او همدا رنګه د پوهنې وزارت په نورو برخو کې به پر خپلو ژمنو په کلک هوډ سره ولاړه وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د غور ولایت پوهنې ریاست سره روغتیايي توکي مرسته شول

پوهنې وزارت، غور: غور ولایت کې ورلد ویژن (world vision) موسسې د خپلو همکاریو په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست سره روغتیايي توکي مرسته کړل.

د غور د پوهنې ریاست سرپرست استاد میراحمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۵:۲۰
Background image

ننګرهار کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د څیرو لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دې ودانۍ پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست مسوولینو، د کلي یو شمیر قومي مشرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۲۰:۲۰
Background image

د ډاډګيرنۍ پيغام

په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د تعليمي نصاب او د ښوونکو د روزنې پخواني معين او د پوهنې وزارت  پخواني مشاور پروفيسور اسدالله محقق جهاني، د ورپيښې ناروغۍ له امله روح حق ته وسپاره.

. . .

BACK TO NEWS