د پوهنې او مهاجرینو وزارتونو تر منځ د دوه اړخیزې همکاري د هوکړه لیک پر محتویاتو د کتنې غونډه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۴۰
د پوهنې او مهاجرینو  وزارتونو تر منځ د دوه اړخیزې همکاري د هوکړه لیک پر محتویاتو د کتنې غونډه ترسره شوه

د پوهنې او مهاجرینو  وزارتونو تر منځ د هم غږي او متقابلې همکاري په موخه د ترسره کیدونکي هوکړه لیک پر محتویاتو د بحث او نظریاتو د تبادلې لپاره د یادو  وزارتونو د استازو تر منځ غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنې وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د نصاب او ښوونکو د مسلکي پراختیا عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده او د مهاجرینو د وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د پلان رئیس مولوي محمود الحق احدي، د حقوقي حمایتي برخې رئیس قاري احمدالله هاشمي او د چارو د هم غږي مسئول سید جاوید هاشمي برخه درلوده.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته ښاغلي همت صاحب لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د هوکړه لیک د اهمیت په اړه یې تفصیلې خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه چې یاد هوکړه لیک به د پوهنې او مهاجرینو  وزارتونو تر منځ د هم غږي او دوه اړخیزې همکاري فضاء او په اړوندو چارو کې زیاتې اسانتیاوې را منځ ته کړي.
وروسته د هوکړه لیک متن ولوستل شو، ورپسې د هوکړه لیک پر منځپانګه بحث تر سره شو، دوه اړخیز نظریات تبادله او په ځینو برخو کې تعدیلات را منځ ته شول.
د یادونې  وړ ده چې یاد هوکړه لیک به ډېر ژر د د دواړو  وزارتونو تر منځ په رسمي ډول لاسلیک شي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS