د وزير ژوندلیک

د پوهنې وزارت سرپرستې؛ آغلې رنګینه حمیدي ژوندلیک:

لنډه پېژندنه:
آغلې رنګینه حمیدي د غلام حیدر حمیدي لور په ۱۳۵۶ لمریز کال، د هیواد په سوېل؛ د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په يوه روڼ اندې او فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلې ده.
آغلې حمیدي په ۱۳۶۰ لمریز کال؛ د ماشومتوب پرمهال له خپلې کورنۍ سره پاکستان او وروسته بیا متحده ایالتونو ته کډواله شوه.

زده کړې:
رنګینه حمیدي له هیواده بهر خپلو ځوریدلو هیوادوالو ته د خدمت په هیله ملا وتړله او پر زرګونو خڼدونو او ستونزو سربېره یې د ښوونې او روزنې لار خپله کړه.
هغې خپلې زده کړې په متحده ایالتونو کې بشپړې کړې او د ویرجینیا له پوهنتون څخه یې د (مذهبي زده کړو) په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ.
میرمن حمیدي، د هیوادوالو د ستونزو درک کولو او د خپل هیواد سره د وطن پالنې او خدمت څخه ډک احساس لرلو له امله؛ په متحده ایالتونو کې هوسا ژوند پرېښود او په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بېرته هیواد ته راستنه شوه.

کاري تجربه:
آغلې رنګینه حمیدي د ښځو د ځان بسیا او اقتصادي ودې په موخه د (کندهارۍ خزانه) په نوم بنسټ جوړ کړ او د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پایله کې و توانیدله؛ چې د ښځو د لاښه اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د افغان ښځو لاسي صنایع او تولیدات د اروپا، امریکا او منځنۍ آسیا  تر بازارونو پوري ورسوي.
آغلې حمیدي دهېواد بچیانو ته د لا ښه خدمت او د هغوی د ذهنونو د روښانتیا په موخه، د میزان نړیوال خصوصي ښوونځي کې د مدیریت دنده پر غاړه واخیسته.
آغلې حمیدي په جګړه ځپلو هیوادونو کې د ماشومانو د ښوونیزې پرمختیا، اروا پوهنې، ښوونې او روزنې مدیریت، اسلامي زده کړو او د سوداګرۍ د ادارې په برخو کې د هغوی د پرمختګ لپاره رضا کارانه کار کړی دی.
هغې په ګڼو شمېرو ملي او نړیوالو غونډو، کنفرانسونو، پوهنتونونو او ښوونځیو کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

لاسته راوړنې:
رنګینه حمیدي په نړیواله کچه د افغان میرمنو د ښې همکارې په توګه پیژندل شوې؛ چې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د "سي ان ان" د ۱۸ غوره څېرو په لست کې راغله او د اروپا د آزادۍ راډیو له خوا د اوونۍ د شخصیت په توګه وټاکل شوه.
رنګینې حمیدي د میرمنو د حقونو د فعالې، افغانې متشبثې او په افغانستان کې د نړیوال ښوونځي د بنسټګرې په توګه په ډیرو راډیویي خپرونو کې ګډون کړی دی او په ایشیا ټایمز، آلمان شپیګل، ګارډین، ډېلي ټیلیګراف، بي بي سي او د امریکا غږ رسنیو کې یې د ښځو د ودې او پیاوړتیا په برخه کې مقالې او مرکې خپرې کړې دي.
(Embroidering within Boundaries: Afghan Women Creating a Future) د هغه کتاب سرلیک دی؛ چې په دې وروستیو کې د میرمن حمیدي له خوا د کندهار د مېرمنو د خوندي ژوند او راتلونکي لپاره د دوی د هڅو په اړه لوستونکو ته وړاندې شوی دی.
آغلې حميدي د افغانستان د ازادې ټولنې (OSA)، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې سلاکاره، میډیکا افغانستان (MA)، د افغانستان د مدني ټولنې موسسه (AICA) سره همکاره پاته شوې ده او په متحده ایالتونو کې د افغان میرمنو د شورا غړې هم ده.