د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست او د خراسان پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۸:۵۴
امضای تفاهم نامه از سوی ریاست معارف ننگرهار با پوهنتون خراسان

یاده غونډه  د پوهنې ریاست مقام دفتر کې د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، چی د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت(حقاني) او خراسان پوهنتون رئیس احمد طارق کمال ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو. 
ورپسي د خراسان پوهنتون رئیس دوکتور احمد طارق (کمال) تفصیلي معلومات ورکړل چې په راتلونکې ۱۴۰۱هـش کال د پسرلي سمستر کانکور لپاره هغه نارینه او ښځینه چې د ننګرهار پوهنې ریاست لخوا یاد پوهنتون ته معرفي کیږې د یوې ټاکلې سلنې په اندازه د دواړو لورو  لخوا پرې توافق شوی وي محصلینو ته تحفیف ورکوي.
نارینه زده کړیالانو ته په انجېنري،ژورنالیزم،انګلیسې ادبیاتو او حقوق پوهنځیو کې ۵۰ سلنه او په اقتصاد، کمپیوټر ساینس پوهنځیو کې ۳۰ سلنه تخفیف د ټولې لېسانس دورې لپاره ورکوي. 
ښځینه زده کړیالانو ته په ټولو پوهنځیو کې ۷۰ سلنه تخفیف د ټولې لېسانس دورې لپاره ورکوي.
او همدارنګه د خراسان پوهنتون له لورې د پوهنې ریاست سره په همغږۍ به په لیرې پرتو ولسوالیو  ښوونځیو سره د امکان تر حده د تدریسي موادو مرسته کوي،
بیا د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت (حقاني)خبرې وکړې د ښه راغلاست تر څنګ یې د کمال نه مننه وکړه چې د تعلیم او تربیې په برخه کې خپلو هیواد والو سره مرسته کوي او د عالي تحصیلاتو په برخه کې یې په خصوصي سکتور پانګونه کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS