د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له جوړ شوي سیمینار څخه څارنه وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۵
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونکو له جوړ شوي سیمینار څخه څارنه وشوه .

د لوګر د پوهنې ریاست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام، د محمدآغې ولسوالۍ د ۴۸ ښوونځیو د ۱۵۰ ښوونکو له جوړ شوي روزنیز سیمینار څخه څارنه وکړه. 

دا لس ورځنۍ سیمینار، د پوهنې ریاست په هلو ځلو ، د ساینس او ښوونیزې تکنالوژۍ مدیریت له خوا د محمدآغې د هلکانو په لېسه کې جوړ شوی، چې ښوونکو ته په کې د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو په اړه نوې روزنه ورکول کيږي.  

د لوګر د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيدالله هشام د يادې څارنې پر مهال ښوونکو ته لارښوونه وکړه،چې هره ورځ په دې جوړ شوي روزنيز سيمينار کې برخه واخلي.

هغه ښوونکي وهڅول،څو له دې اړينې روزنې ښه استفاده وکړي او هم د تدريس او تجربو په برخه کې خپلې شته ستونزې هوارې کړي.
له بل لوري د ياد جوړ شوي سیمینار برخه وال وايي،چې د دوى لپاره د ظرفیت لوړونې دا جوړ شوى سيمينار ډېر ګټور او اغيزمن تمام شوى دى.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS