د لوګر اوو ښوونځیو ته د پاکو اوبو څاه ګانې جوړېږي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو ۷ ښوونځیو ته د څښاک پاکو اوبو د اوو څاه ګانو د کېندلو کار پیل شو.
یادې څاوې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام په مالي مرسته جوړیږي، چې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
دغه څاه ګانې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي کېندل کېږي، چې د لاسي بمبې تر څنګ به لمریز واټر پمپونه هم ولري.
د دغو څاه ګانو په جوړېدو سره به د نوموړو ښوونځیو د ۵ زره زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادو څاوو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل ویل، چې یادې پروژې د دوی د وړاندیز له مخې عملي کېږي.
د یادونې وړده،چې د لوګر د ۳۱۳ ښوونیزو مرکزونو له ډلې ۳۵ ښوونیز مرکزونه تر اوسه د اوبو څاه ګانې نه لري.