د غزني ولایت له دیني مدرسو څخه د بشري سرچینو او ادارې معین لیدنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۴:۳۶
۱۲۳

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او ادارې معین شیخ الحدیث مولوي سعیداحمد شهیدخیل غزني ولایت ته سفر وکړ. په دغه سفر کې، چې د خصوصي زده کړو رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي، د پوهنې وزارت د دارالعلومو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او د پوهنې وزارت د قوانینو او پالیسۍ رئیس مولوي محمد رحیم ایوب ورسره ملتیا کوله د دغه ولایت له مدرسو او د پوهنې له ادارو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د غزني ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور په حضور کې د غزني ولایت د مظهر العلوم مدرسې او د مفتاح العلوم د شهید قاري احمدالله تقبل الله اړوند مدرسې څخه لیدنه وکړه او د د يادو مدرسو پر کیفیت یې ټینګار وکړ او د ښه والي په موخه يې يو لړ لارښوونې ورته وکړې. او د يادو مدرسو له ادارې او يو شمېر ممتازو زده کوونکو سره يې نغدي مرستې هم وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS