د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول دپوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول ښاغلي محمدایویا(Muhammad Ayoya) او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت له نوي سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د پوهنې سرپرست وزیر لومړی راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې یونسیف کلونه کلونه د افغانستان په تعلیمي ډګر کې زیات خدمتونه سرته رسولي دي چې دمننې او ستاینې وړ دي.
دنوموړي په وینا، ټول نړیوال جهتونه او خیریه بنسټونه چې د افغانستان له تعلیمي نظام سره مرسته کوي مونږ یې مننه کوو او د هغوی د خدماتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروو.
وروسته د یونسیف مسئول محمدایویا خبرې وکړې او دخپلو خبرو په ترڅ کې یې په افغانستان کې خپلو ترسره شویو فعالیتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې له وزارت سره د یونسیف ملګرتیا به تل پاتې او همېشنۍ وي او هم به نړیوال تمویل کوونکي جهتونه دې ته هڅوي ترڅو د افغانستان د تعلیمي نظام ملاتړ وکړي.
