د  پوهنې  وزارت د مرکزي رئیسانو اونیز مجلس دائر شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۹:۸
123

 د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر صاحب په مشرۍ، په داسي حال کې چې معینانو هم پکې برخه درلوده، د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو(۳۱) اونیز مجلس دائر شو .
یاد مجلس چې د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو، د یاد وزارت د بشري سرچینو د عمومي ریاست د رئیس مولوي اول ګل ایوبي صاحب په مشرۍ یو درې کسیز هیئت ته پکې دنده وسپارل شوه، ترڅو په مرکز او ولایاتو کې د ښوونکو د کمښت د پوره کولو لپاره د هغوی د چټک استخدام لپاره یوه طرحه جوړه او د وزارت د مقام له منظوري څخه وروسته د همدې طرحې په بنسټ  د ښوونکو د ګمارنې پروسه شروع شي. همدارنګه د انلاین زده کړو، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د ریاست په فعالیتونو او دې ته ورته نورو مسایلو تفصیلي بحثونه او پرېکړې وشوې.غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS