تخار ولایت کې د ديني مدرسو د زده کوونکو ترمینځ علمي سیالۍ ترسره شوې
پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت پوهنې ریاست له لوري او د GIZ دفتر په مالي مرسته تخار ولایت کې د دینی مدرسو د ۴۰ تنو زده کوونکو ترمينځ د اسلام له نظره د ښځو مقام تر عنوان لاندې علمي سیالۍ ترسره شوې.
په دې غونډه کې مرستیال والي، پوهنې رئيس عبدالسمیع ابدیار، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و چې د سیالۍ په پایله کې د مرکزي دارالعلوم د دولسم ټولګي زده کوونکې قارۍ عفیفې لومړی مقام، د مرکزي دارالعلوم د څوارلسم ټولګي زده کوونکې لیلا دويم مقام،
د خالد بن ولید دارالحفاظ د لسم ټولګي زده کوونکي دریم مقام او د مرکزي دارالعلوم د يولسم ټولګي زده کوونکې قارۍ مرسل څلورم مقام تر لاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د سیالۍ ګټونکي د GIZ دفتر له لوري په مادي او معنوي امتیازاتو وستایل شول.
