د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین په رسمي ډول معرفي شو
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته په رسمي ډول معرفي شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر، د چارو د ادارې لوی رئیس، د پوهنې وزارت مرکزي رئیسانو، آمرینو، مدیرانو او کارمندانو برخه اخېستې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې هر مسئولیت یو امانت وباله او زیاته یې کړه چې د خوښي ځای دی چې په اسلامي امارت کې ټولې ټاکنې د تعهد او تخصص یا په بل عبارت د تقوا او کاري وړتیا په اساس سرته رسېږي. نوموړي د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت معین د یادې دندې د سرته رسولو لپاره یو وړ شخص وباله او نوموړي ته یې د الله تعالی له درباره د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه.
وروسته د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ مولوي نورالحق انور وینا وکړه، نوموړي یادونه وکړه چې په هر نظام کې تغیر، تبدیل او تقرر یو اصل دی او هره دنده یو امتیاز نه، بلکې یو مسئولیت دی.
ورپسې د پوهنې وزارت د نشراتو د رئیس عزیزاحمد ریان له لوري د الحاج مولوي عبدالخالق صادق ژوند لیک او د نوموړي د ټاکنې په اړه د عالیقدرامیرالمؤمنین حکم ولوستل شو.
د غونډې په پای کې الحاج مولوي عبدالخالق صادق وینا وکړه او په خپله وینا کې یې د اسلامي امارت او پوهنې وزارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلې دندې په صحیح ډول اجراء کې به پوره هڅه او هاند کوي او هم یې د یادې دندې د سرته رسولو په برخه کې د وزارت د مشرتابه او نورو مسئولینو د همکاري غوښتنه وکړه.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
