د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Thu, May 20 2021 2:42 PM
دسترسی اضافه‌تر از ۱۸۰۰ دانش آموز به فضای مصوون آموزشی

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د سراچه علي خان نجونو لېسې نوې ودانې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښوونځي په پرانيستغونډه کې د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستیال، يو شمیر حکومتي چارواکو، ولسي مشرانو او د یا دښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري وویل: نجونو لپاره د زده کړو زمینه او خوندي چاپیریال برابرول زموږ کاري لومړیتوبونوکې دی او پوهنې ریاست هڅه کوي، چې له هرې ممکنې لارې دې برخې ته مرستې او پاملرنه را واړوي.

پوهنې رئيس د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې نه مننه وکړه چې د پوهنې ریاست په غوښتنه یې د ننګرهار په بېلابېلو سیموکې پنځلسو ښوونځیو ته چې ډیری يې د نجونو دي ودانۍ جوړې کړې، همداراز د سیمې له خلکو يې وغوښتل څو د ودانې ساتنې ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د ننګرهار والي ضیاالحق امر خیل له ټولو مرسته کوونکو ادارو مننه وکړه چې په ننګرهار کې په بیا رغاونیزو چارو بوختې دي.

وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې مرستیال (ډین میرن)خبرې وکړې او وې ویل، افغانستان کې نجونو ته د زده کړو زمينه برابرول زموږ کاري لومړيتوب دى او دا چاره به دوامداره وي.

د ياد ښوونځي نوې ودانې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا د اوولس میلیونه افغانيو په لګښت په دوه پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې،چې ۱۲ ټولګي، ۴ اداري خونې، د لمریزې بریښنا بشپړسیستم، د څښاک پاکې اوبه، عصري تشنابونه، زده کوونکو لپاره میز لرونکې څوکۍ، کمپیوټر خونه او نورې آسانتیاوې لري چې په جوړیدوسره يې شاوخوا ۱۸۰۰ زده کوونکو ته د تعليم خوندي چاپيريال برابر شو.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS