د پوهنې وزارت سرپرستې سيدالشهدا ليسې څخه ليدنه وکړه
پوهنې وزارت، کابل: نن دوشنبه د پوهنې وزارت سرپرستې د سيدالشهدا ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د غمرازۍ په موخه، يادښوونځي څخه ليدنه وکړه.
په ليدنه کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحديار او د کيفيت د تضمين معين ډاکټر سردار محمد رحيمي هم شتون درلود، د ياد ښوونځي ښوونکو له دوى سره د غمرازۍ په موخه د پوهنې وزارت د سرپرستې او معينانو له راتګه مننه وکړه، همدارنګه خپلې ستونزې يې هم د وزارت له مشرتابه سره شريکې کړئ.
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي د زړه له کومي خپل د خواخوږۍ او غمرازۍ مراتب د پيښې شهيدانو کورنيو ته وړاندې کړل وې ويل: موږ ټول تاسو سره په دې ستر غم کې ځانونه شريک ګڼو، نوموړې د علم او پوهې د دښمنانو له لوري د دې ډول ترسره کول په کلکه وغندل، زياته يې کړه: سره له دې چې دې زړه بوږنونکې پيښې زموږ ټولو زړونه زخمي کړل، خو دا ډول نه بخښل کيدونکي جنايتونه نه يوازې دا چې د پوهنې وزارت د موخو پر وړاندې خنډ نه شي جوړوى، بلکې د علم او پوهې دا کاروان به همداسې ګړندى وي او د خداى پاک په ملتيا به لا پرمخ درومي.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحديار هم د پيښې د قربانيانو کورنيو ته تسليت وړاندې کړ او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې د معارف د سپيڅلي حريم ساتنه وکړي، نوموړي زياته کړه: د خلکو له ګډون او ملاتړ پرته معارف کله هم پرمختګ نه شي کولى.
د کيفيت د تضمين معين ډاکټر سردار محمد رحيمي هم له کورنيو سره غمرازي وکړه او دا پيښه يې د اسلام او بشريت ضد پيښه وګڼله.
په پاى کې د خداى پاک له درباره د پيښې شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا غوښتنه وشوه.
