د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
Mon, Apr 19 2021 1:17 PM
افتتاح ساختمان ۲۴ باب مکتب در ولسوالی ادرسکن ولایت هرات

پوهنې وزارت، هرات: د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ د یاد ولایت والي زاهد عبدالوحید قتالي، د پوهنې رئیس ذکريا رحیمي ، د دولتي ادارو یو شمیر چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون سره پرانیستل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو ښوونځیو پرانیستغونډه کې د هرات والي د یادو ودانیو د پرانیستې په پار د هرات اولس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: په هیواد کې د شته ستونزو د حل یوازینۍ بنسټیزه لار، د تعلیم او زده کړې لار ده او په دې برخه کې د پوهنې وزارت هلې ځلې د ستایلو وړ دي.

همدا راز د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي په لیرې پرتو او محرومو سیمو کې د زده کړې پر پراختیا خبری وکړې، زیاته یې کړه : نن ورځ موږ او تاسو د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ پرانیستلې او ډیر ژر به د هغو ۳۴ ښوونځیو ودانیزې چارې هم بشپړې شي چې په همدې ولسوالۍ کې د اقرا برنامې له لارې جوړیږي.

هیره دې نه وي، چې یاد شوي ۲۴ ښوونځي د ادرسکن ولسوالۍ په لیرې پرتو کلیو کې د اقرا برنامې له لارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي ، چې په جوړیدو سره یې شاوخوا ۹ زره زده کوونکي د زده کړو خوندي چاپیریال څخه برخمن شول.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS