لغمان ولایت کې د سواد زده کړې ښوونکو لپاره درې ورځنی سیمینار پای ته ورسید
د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د سواد زده کړې (۳۰) تنو ښوونکو لپاره، د سویډن کمیټې په مالي مرسته درې ورځنی جوړ شوی ښوونیز سیمینار د تصدیق پاڼو په ویشلو سره پای ته ورسید.
د سویډن کمیټي ولایتي مسؤول ډاکټر عطاُالله وویل نیازي: چي په دې کورسونو کې به له(۱۷)کلنو څخه تر( ۴۵ ) کلنو ښځینه وو ته لیک او لوست ور زده کړی شي، او یاد کورسونه به ۹ میاشتي دوام کوي
په پای کې د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو امرې بریښنا خادم د سویډن کمیتي له همکاریو مننه وکړه او د سیمینار له ګډونوالو یې وغوښتل څو خپلې دندې په پوره رښتینولۍ سره سرته ورسوي.