د پکتیا پوهنې ریاست ته (۷۵) تنه نوي ښوونکي او کارکوونکي ور وپیژندل شول
د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت پوهنې ریاست ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون د کانکور آزموینې له لارې (۷۵) تنه نوي بریالي شوي مامورین او ښوونکي د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي او ورسره مل اداري پلاوي له لوري رسمآ خپلو دندو ته ور و پېژندل شول.
هغه غونډه چې د یادو مامورینو د پېژندګلوۍ په موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د پوهنې ریس استاد کوچي ځاځي نویو ګومارل شویو ښوونکو او مامورینو ته د مبارکې تر څنګه ښه راغلاست وویل او د دوی راتګ یې د پوهنې ریاست د کاري کړنو لپاره ګټور او اړین یاد کړ.
د پوهنې ريیس نویو راغلو مامورینو او ښوونکو ته په خبرو کې زیاته کړه: زه ډاډه یم، چې تاسو به له ځان سره نوښتونه راوړي وي او ستاسو په شتون سره به زموږ اداري او زده کړيز سيستم لا غښتلى شي.
همداشان د پوهنې ریاست رهبرۍ نوي راغلي مامورینو او ښوونکو ته په چارو کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له هغوى يې وغوښتل چې خپلې دندې په پوره رښتينولۍ سره ترسره کړي.
یاده دې وي چې نوموړي ښوونکي او مامورین د ډله ايزې آزموینې له لارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري په آزموینه کې بریالي اعلان شوي و، چې د یاد ولایت د مرکز په ګډون به په بېلا بېلو ولسوالیو کې وګومارل شي، چې په دې سره به په ښوونځیو او د پوهنې ریاست اړونده ادارو کې د مسلکي ښوونکو او مامورینوستونزه تر یوه بریده هواره شي.
