په میدان وردګو کې د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت- میدان وردګ :د میدان وردګو ولایت، سید اباد ولسوالۍ کې د مهرو په نوم د نجونو يو ابتدائيه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت د اقراء پروګرام لخوا د یو کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول د ۴ میلیونه او 400 زره افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د پاکو اوبو څاه او ۳ تشنابونه لري، چې په جوړیدو سره به یې د سیمې ډيرو نجونو ته د زده کړو خوندی چاپیریال برابرشو .
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رییس داکټر محمد سعید منصور د دې ودانۍ پر جوړیدو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده، چې د دې ولایت د پوهنې په برخه کې د پلان شويو پروګرامونو له عملي کیدو سره به شته ستونزې او ننګونې تر یوه بریده هوارې شي.
همدارنګه د پوهنې رییس د سیمې له اوسېدونکو نه وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅي وکړې.
