د پوهنې وزارت د سلاکارانو د ګوښه کولو په هکله د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه
له بده مرغه د پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسی آوازې دی چی د پوهنې وزارت سرپرستې، د دې وزارت ټول مشاورین له دندې ګوښه کړي دي. د پوهنې وزارت رهبري، ګرانو هیوادوالو او د معارف لویې کورنۍ ته دا علان کوي چي دا خبر بي بڼسټه دی او ځیني مخرب او متعصب ذهنیتونه د دی خبر د خپرولو شاته لاس لري.
د پوهنې وزارت سرپرستې، آغلی رنګینه حمیدي، د خپل کار له پیل را پدې خوا، د پوهنې په وزارت کې د ګمارنې او ګوښه کولو اقدام ندی ترسره کړی. د داسې اقداماتو د لزوم په وخت کی به د پوهنې وزارت ټولې پریکړې د هیواد د نافذه قوانینو په مطابقت کې ترسره کیږي. همداسي چی د روان کال د چنګاښ د پنځمې نیټې سره سم ، د وزارت درې لومړي بست پوستونه او ۱۱ دوهم بست پوستونه چې د پخواني سرپرستانو لخوا اداره کیدل، داصلاحاتو اداري او ملکي خدماتو کمیسیون له لارې د آزادې سیالۍ پروسي له طریقه اعلان شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د کلک هوډ، لوړ مورال، او ډلهـيز کار او تصمیم نیونې له طریقه د هیواد د ښوونې او روزنې لپاره جامع او عملي پلانونه لري، ترڅو وکولای شی چی د ماشومانو او ځوانانو لپاره کیفیت لرونکي، او معیاري خدمات وړاندي کړي.
د پوهنې وزارت مشرتابه دا هیله لري چي ټول هیوادوال د مسوول ښاریانو
په صفت، د خلکو ذهني آرامتیا خپله دنده وګڼی او د بي بڼسټو خبرونو او آوازو د خپرولو څخه ډډه وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت