د پوهنې وزارت د خدماتو ریاست نوی رئیس د یاد ریاست مسئولینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو
د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معینیت د سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د یاد وزارت د خدماتو د ریاست نوی رئیس مولوي سید حفیظ الله د یاد ریاست مسئولینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو.
هغه غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، لومړی د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت سرپرست معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق لنډې خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د خدماتو ریاست د مخکني سرپرست رئیس مولوي محمد ابراهیم محمد د خدماتو مننه او ستاینه وکړه او نوي رئیس مولوي سید حفیظ الله ته یې د الله تعالی له دربار څخه د توفیق غوښتنه وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې په ټولو ملکي او نظامي اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل او هره دنده یو امتیاز نه، بلکې یو مسئولیت دی.
د یادونې وړ ده، چې سید مولوي حفیظ الله د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالي اوسیدونکی دی، د اسلامي نړۍ له ستر علمي مرکز(دارالعلوم کراچۍ) څخه فارغ شویدی،کلونه،کلونه یې په دیني مدرسو کې تدریس او د اسلامي امارت په چوکاټ کې مختلف ملکي او نظامي خدمتونه سرته رسولي دي او د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري د کابل ترفتحې وروسته یې د پوهنې وزارت د ستر سلاکار سیدمولوي غیاث الدین آغا د سکرتر په توګه دنده اجراء کوله.
