د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست پلاوي، د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې له درې بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه

media-moe
Thu, Sep 03 2026 9:39 AM
555

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د رئیس ښاغلي عبدالوکیل الهام په مشرۍ څارنیز پلاوي د کابل ولایت استالف ولسوالۍ اړوند د استالف، شهید مولوي یعقوب او خواجه حسن ښوونځيو له ساینسي لابراتوارونو، کمپیوټر خونو او کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنو پرمهال د عملي زده‌کړو بهیر، د موجودو وسایلو د کارونې او ساتنې وضعیت او د ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې او په ځینو ښوونځیو کې د عملي تدریس د کچې د محدودیت او له شته امکاناتو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې په اړه اړوندو مسوولینو او ښوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS