د بدخشان ولایت د ښوونځیو ښوونکو او مسوولینو په روزنیزه برنامه کې ګډون وکړ

media-moe
Tue, Aug 11 2026 10:17 AM
4848

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۱۵۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د دغه روزنیز پروګرام موخه د ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو د غړو مسلکي ظرفیت لوړول او د ښوونې او زده‌کړې د میتودونو ښه کول دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه هیله لري چې د ورته روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره به د پوهنې کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو زمینه لا پراخه شي او په ښوونځیو کې به د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې د کیفیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS