د لغمان ولایت د تعلیمي بنسټونو ښوونکو او مدرسینو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

media-moe
Wed, Apr 08 2026 11:18 AM
zxc

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار او شپږو ولسوالیو کې په مدارسو سربېره د رسمي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو لپاره درې ورځنی علمي سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه د تدریسي کیفیت لوړول، درسي ټولګیو کې د زده‌کوونکو د فزیکي حضور پیاوړتیا، د تعلیمي نصاب تطبیق او د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول دي.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد، د سیمینارونو د جوړېدو ځایونو ته ولاړ او له ګډون‌والو سره یې له نږدې خبرې وکړې.
نوموړي د داسې سیمینارونو جوړول د یاد ولایت د ښوونکو کاري وړتیاوو لوړولو لپاره اغېزمن وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د دغې علمي غونډې موضوعات په دقت واوري او په خپلو تعلیمي بنسټونو کې یې عملي کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS