د سرپل ولایت پوهنې ریاست کې د کرونا وایروس د واکسین لګولو بهیر پلی شو

media-moe
Mon, Mar 15 2021 6:18 AM
روند تطبیق واکسین کرونا در ریاست معارف ولایت سرپل

پوهنې وزارت، سرپل : د سرپل ولایت پوهنې ریاست کې د کرونا وایروس د واکسین لګولو بهیر د یاد ولایت والي قربانمراد مراد، د عامې روغتیا ریاست د بیړنیو مراقبتونو رئیس، د پوهنې ریاست کارکوونکو، د روغتیایي چوپړتیاوو وړاندې کوونکو، د یونیسیف ادارې چارواکو او په سرپل ولایت کې د نړیوال روغتیایي سازمان استازو په ګډون، د پوهنې ریاست مرستیال او سرپرست سید نسیم سادات ته په واکسین لګولو سره پیل شو.

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست سرپرست، د یاد بهیر له پلي کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د پوهنې ریاست له ټولو چارواکو یې وغوښتل چې واکسین ولګوي او د عامي روغتیا ریاست لارښوونې په پام کې ونیسي.

د پوهنې ریاست سرپرست د ولایت له مشرتابه او د عامې روغتیا ریاست، له پاملرنې ځانګړې مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د پوهنې ریاست ټولو کارکوونکو او ښوونکو ته د کرونا واکسين ولګول شي.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS