کندهار ولایت کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړۍ پيل شوه

media-moe
Mon, Mar 15 2021 5:34 AM
کندهار ولایت کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړۍ پيل شوه

پوهنې وزارت، کندهار : د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست لخوا د ښوونځیو او پوهنتونونو استادانو ته د کرونا وایروس واکسین لګولو لړۍ د یاد ولایت د والي الحاج روح الله خانزاده، د کندهار پوهنتون او پوهنې ریاستونو رئیسانو, د کرهنې او تکنالوژۍ ریاست رئیس، د دولتي او خصوصي ښوونځیو یو شمېر چارواکو او ښوونکو په شتون سره پیل شوه.

د غونډې په پيل کي د عامي روغتیا رئیس ډاکټر اشرف نادري وویل: تر ډاکټرانو او امنیتي ځواکونو وروسته نن د ښوونځیو ښوونکو او د پوهنتونونو استادانو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړۍ پيلیږي، چي د ټولو خصوصي او دولتي ښوونځیو ښوونکي او د پوهنتونونو استادان به واکسین کړل شي.

ورپسې د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده ښوونکو او استادانو ته د کرونا وایروس واکسین لګولو د بهیر په پیلیدو خوښي وښوده او ویې ویل: ښوونکي او استادان د ټولني تر ټولو غوره قشرونه دي او ولایتي اداره د هغوی خوندیتوب خپل مکلفیت ګڼي.

کندهار والي د یاد بهیر پر شفافیت د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ، چي د کرونا وایروس واکسین به د ټولني بېلابېلو اقشارو ته ورسېږي، څو له دغې نړیوالې وبا وژغورل شي.

همدارنګه د کندهار ولایت د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د عامې روغتیا ریاست له چارواکو څخه د مننې تر څنګ له ټولو ښوونکو غوښتنه وکړه، چې واکسین وکړي ترڅو ځان او نور وګړي له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي.

د مراسمو په پای کې یوه ښوونکي ته د واکسین په لګولو سره یاده لړۍ رسماً پیل شوه.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS