فراه ولایت کې دوه ښوونکي وستایل شول

media-moe
Mon, Mar 08 2021 3:25 AM
تقدیر دو معلم ممتاز در ولایت فراه

د پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت دوه تنه ښوونکي د هغوی د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو په پار د کب په ۱۷مه، په مډال او ستاینلیک وستایل شول.

د یادو ښوونکو د ستاینې په غونډه کې د پوهنې رئیس استاد وحيدالله شیراني، د پوهنې رياست مرستيالانو، د یاد ریاست کارکونکو او ستایل شویو ښوونکو برخه اخیستې وه.

په یاده ستاینغونډه کې د تیمورشاه لېسې ښوونکي عبدالوهاب ته د غازي میربچه خان عالي دولتي مډال او د ښوونکو د روزنې استاد، عبدالبصیر ته لومړی درجه ستاینلیک ورکړل شو.

د فراه د پوهنې رئیس استاد وحيدالله شيراني د نوموړو ښوونکو پر ستاینې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: یاد ښوونکي، ولسمشر د ښه خدمت په بدل کې ستایلي دي او زیاته یې کړه چې دغه ویاړ یوازې د یادو ښوونکو نه، بلکې د فراه ولایت د ټولو ښوونکو دی، چې په راتلونکي کې به ځینې نور ښوونکي هم په ورته ډول وستایل شي.

د یادونې وړده، چې په تېرو کلونو کې هم د فراه یو شمېر ښوونکي د ولسمشر او پوهنې وزارت له خوا په مډالونو او ستاینلیکونو ستایل شوي.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS