د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
Mon, Mar 08 2021 2:16 PM
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

پوهنې وزارت، دایکنډي: دایکنډي ولایت کې د پوهنې ریاست له لوري په یاد ریاست کې د ښځو نړیواله ورځ، د یاد ریاست د ښځینه وو کارکوونکو په ګډون سره ولمانځل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس رحمت الله سیرت وویل: د ښځو نړیواله ورځ دې ټولو ښځو ته او بیا په ځانګړي ډول هغو ښځو ته مبارک وي چې د پوهنې په برخې کې کار کوي، نوموړي زیاته کړه، هغه ښځې چې د دې ولایت د پوهنې په برخه کې کار کوي ډیرې رښتینې میرمنې دي او خپلې دندې هم په پوره رښتینولۍ سره سرته رسوي.

ښاغلي سیرت زیاته کړه، موږ هڅه کوو له پوهنې سره، د همکارو موسسو په مرسته په دې ولایت کې د ښځو د وړتیا لوړونې لپاره زمینه برابره کړو.

په دغې غونډې کې میرمن شریفې اکبري د ښځینه وو کارکوونو په استازیتوب وویل: د دایکنډي ولایت د پوهنې رئیس تل د ښځینه وو کارکوونکو ملاتړ پاتې شوی، د نوموړي له ملاتړ نه په مننې سره، آغلې زیاته کړه چې د دایکنډي ولایت ښوونځي او د یاد ولایت د پوهنې ریاست د ښځینه وو کارکوونکو لپاره یو مناسب چاپیریال دی چې میرمنې په کې له هر ډول خونديتوب او درناوي څخه برخمنې دي.

د غونډې په پای کې ښځینه وو کارکوونکو ته د هغوی د هلو ځلو د ستایلو په پار ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS