زابل ولايت کې د سیرت النبي سیالیو پایلې اعلان شوې.

media-moe
Sat, Mar 06 2021 2:30 PM
زابل ولايت کې د سیرت النبي سیالیو پایلې اعلان شوې.

دپوهنې وزارت، زابل: زابل ولايت کې د سولې او ملي یووالي تر نامه لاندې د سیرت النبي سیالیو پایلې نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د ياد ولايت د پوهنې رياست مشرتابه، د رڼا مدني ټولنې مشر روح الله حکیمي، د دولتي ادارو رئیسانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د زابل ولايت اولسونو هم ګډون درلود اعلان شوې.

دزابل ولایت د پوهنې رییس نصرالله زاهد د نننۍ غونډې په پیل کې، راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په يادو سیالیو کې د لوړو نمرو ګټوونکو ته مبارکي ورکړه او خوښي يې څرګنده کړه، چې د سولې او ملي يووالي تر نامه لاندې د سيرت النبي سیالۍپه بریالېتوب سره پای ته ورسېدې او نن یې پایلې اعلان شوې.

د یادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې:

۱- رویا مرسل د نعمت الله لور لومړی مقام
۲- عبدالحمید د حاجي عبدالولي زوی دويم مقام
۳: ثناءالله د عبدالشافع زوی دریم مقام
۴: فاضله د ثناګل لور څلورم مقام
او امین الله د جنت ګل زوی پنځم مقام تر لاسه کړ، او د نغدي جایزو تر څنګ، تر (۳۵)ام مقام پورې بېلابیلې جایزې ورکړل شوې.
دپوهنې رياست مشرتابه درڼا مدني ټولنې له دا ډول علمي همکاريوڅخه مننه کوي .

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS