د بشري حقونو د دفاع موسسي او د سواد زده کړې څانګې همغږي غونډه تر سره شوه
دپوهنې وزارت، کابل :د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د سیمه ایزو روزنیزو مرکزونو ( CLC) جوړولو او د سواد زده کړې په کورسونو کې د ۴۰ ورځني نصاب پلي کولو په لړ کې د سواد زده کړې له ریاست سره د بشري حقونو د دفاع موسسي د فعالیتونه لا همغږي کولو په موخه
د سواد زده کړې برنامې رییس عارفه نوری، د بشري حقونو د دفاع موسسي رییس شکیبا صافي او د سواد زده کړې یو شمیر کارکوونکو په ګډون د همغږي غونډه جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې، میرمن شکیبا صافي د سواد زده کړې په برخه کې د بشري حقونو د دفاع موسسي فعالیتونه تشریح کړل ، زیاته یې کړه چې د بشري حقونو د دفاع موسسي یورضاکاره سازمان دی چې هیڅ سازمان ورسره مالي همکارۍ نلري . یوازی د یونسکو جاپان ملي فدراسیون clc مرکزونو په تخنیکي برخه کې همکاري کړې. د بشري حقونو د دفاع موسسي په پنځو ولایتونو (کابل ، ننګرهار ، هلمند ، خوست او نورستان) کې فعالیت کوي.
سواد زده کړې برنامې رییس عارفه نوري د بشر حقونو د دفاع موسسي څخه د سواد زده کړې څانګې سره د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: "د بشري حقونو د دفاع موسسي لومړنی رضا کاره سازمان دی چې د clc برخه کې د سواد زده کړې څانګې سره همکاري کوي." مخکې ، د جاپان د یونسکو ملي فدراسیون په دې برخه کې د سواد زده کړې له څانګې سره همکاري کړې او د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې یې د سي ایل سي څو مرکزونه تاسیس کړي دي.
