لوګر کې د لیک لوست د زده کړې ۱۵ کورسونه جوړ شول
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په ولایت کې د نالوستو میرمنو او نجونو لپاره د لیک لوست د زده کړې نهه میاشتني ۱۵ کورسونه پرانیستل شول.
یاد کورسونه د پوهنې وزارت د لیک لوست ادارِي په لارښوونه د BESAF موسسې له خوا په لاره اچول شوې دي. د نوموړو کورسونو له ډلې ۵ په مرکز پل علم، ۵ په محمدآغې او ۵ نور د خوښۍ ولسوالیو په هغو کلیو کې جوړ شوي، چې د نالوستو میرمنو شمېر پکې زیات دی.
د دغو کورسونو په جوړولو سره ۱۵ سیمو ۳۷۵ نالوستو میرمنو او نجونو د لیک لوست زده کړو زمینه برابره شوه.
د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د نوموړو کورسونو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له کورنیو یې وغوښتل، چې خپلې نالوستې میرمنې او نجونې په جوړ شویو کورسونو کې شاملې کړي.
د یادونې وړده، چې د پوهنې وزارت د لیک لوست ادارې په تېرو کلونو کې هم په لوګر کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړې دي.