لوګر کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړي شوي
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په بره کي برک او محمدآغې ولسوالیو کې دوه ښوونځي له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد ښوونځي د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.
په جوړ شویو ښوونځیو کې، په بره کي برک ولسوالۍ کې د اخند خیلو او په محمدآغې ولسوالۍ کې د اخند زاده خیلو په نومونو ابتدائیه ښوونځي شامل دي.
جوړ شوي ښوونځي ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه او ۳ تشابونه لري، چې په یوه وخت کې په نوموړي ښوونځي کې د ۲۱۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.
د دغو ښوونځیو په جوړېدو سره د ۱۹۸ نجونو په ګډون ۳۲۵ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادو ښوونځیو پر جوړولو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې له دې مخکې نوموړو ښوونځیو ودانۍ نه درلودې او زده کوونکو ته به یې په شخصي کورونو کې زده کړې کولي.
